عاجل خبرونه

تېرکال ۶۶۸۷ ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: January 28, 2019)

په افغانستان کې د جګړې له شدت سره جوخت د ولسي وګړیو د خوندیتوب ډلې اندېښنه ښودلې، چې په تېر دوه زره اتلسم میلادي کال کې شپږ زره شپږ سوه اووه اتیا کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

 د دغې ډلې د څرګندونو له مخې؛ دوه زره شپږ سوه پېنځلس ولسي وګړي وژل شوي او څلور زره دوه اویا کسان ټپیان دي.

کابل، هلمند، ننګرهار، غزني او پکتیا په ترتیب هغه ولایتونو دي، چې د ملکي وګړیو تلفات په کې ډېر دي.

د ملکي خلکو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله له حکومت څخه غواړي، چې د ولسي وکړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې اداره جوړه کړي.

د ولسي وګړیو د خونديتوب او عدالت غوښتنې د ډلې غړی عزیز احمد تسل وایي، چې د ملکي زیانونو د راټیټولو په اړه د بشري حقونو کمیسیون هڅې د ډاډ وړ ندي. اړتیا ده، چې د اړوند تلفاتو د راټیټولو لپاره یوه ځانګړې اداره رامنځته شي.

زهیر احمد زنداني نوموي، چې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې یې دواړه سترګې له لاسه ورکړي؛ د پاتې ژوند لپاره د امنیت غوښتنه کوي.

د سولې کاروان غړی زهیر احمد زنداني وایي، چې ما په روان جنګ او سړک غاړي ماین چاغودنو کې دواړه سترګې له لاسه ورکړې دي.   

مسیح الرحمن نومي، چې خپله کورنۍ په بمبارد کې له لاسه ورکړې؛ د سولې او ټيکاو په تمه دي.

مسیح الرحمن وایي، چې په هوايي بریدونو کې مې ټوله کورنۍ له منځه تللې او دا د خلکو وژنه به تر کومه روانه وي.

پوځي کارپوهان وايي، چې پوځ ته مناسب امکانات نه ورکول کیږي؛ نو، ځکه د جګړو پر مهال ولسي وګړیو ته زیان اوړي.

پخوانی پوځي جنرال محمد رادمنش وایي، چې د هېواد اردو ډېر کمزوري امکانات لري؛ په وروستیو کلونو کې څلور الوتکې ورکړ شوي، چې دوه یې د لیږد وړ ندي او په دې اړه کام ایر کارول کیږي.

کابل د ملکي تلفاتو له پلوه په سر کې راځي.

د ملکي خلکو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د ملکي وګړیو د تلفاتو د مخنیوي په برخه کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون هڅې هم محسوسې نه ګڼي.

خبریاله: افسون محمدي

About Ariana News

Avatar

Check Also

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د …