عاجل خبرونه

توقندی: که هند د حاجیګګ کان له تړون څخه په شا شي، افغانستان به ضرر وویني

(Last Updated On: May 24, 2015 6:14 pm)

MINE

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي که هند د حاجیګک د اوسپنې کان له تړون څخه په شا شي افغانستان به ډير ضرر وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاندمسافر توقندي: وايي که د حاجیګک د اوسپنې د کان د تړون لغوه کیدل ريښتیا وي، د وزارت لپاره خواشینوونکی خبر دی.

یو شمیر سیاسي کارپوهان وايي د هند دغه پریکړه په افغانستان کې د هند د نورو پروژو لپاره هم د خطر زنګ کړنګوي.

داسې ښکاري چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د استخباراتي هوکړه لیک، په غبرګون کې هند د حاجیګک د اوسپنې کان پروژه ځنډولې ده.

که څه هم هند په رسمي توګه د دغې پريکړې په هکله څه نه دي ويلي خو هندي رسنیو ویلي چې هیواد یې د کابل او اسلام اباد د استخباراتي هوکړه لیک په غبرګون کې دا ګام اخیستی دی.

د اقتصاد پخوانی وزیر آمین فرهنګ وايي چې دهند دغه پریکړه به د افغانستان اقتصاد ته سخت ټکان ورکړي.

له بلې خوا ویل کیږي چې هند د امنیتي دلایلو له کبله ښايي دغه پروژه ځنډولې وي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د حاجیګک د کان امنیت خوندي دی.

که څه هم افغان چارواکي وايي چې د کابل او اسلام اباد استخباراتي هوکړه لیک وروستی نه دی، خو د دغه هوکړه لیک د لغوه کولو لپاره په کور د ننه هم علاقه زیاته شوې ده.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …