عاجل خبرونه

تر هغې، چې پاكستان عملا لاس په كار نه شي، يوازې په ژمنو بايد زړه ونه تړل شي

(Last Updated On: January 7, 2013)

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې د عالي شورا په پخواني رئيس او د ملي امنيت پر رئيس د شويو بريدونو د طراح د موندنې په اړوند د پاكستان تياري ته هيله منه شوې ده. ويل كېږي پر دغو دوو مهمو كسانو بريدونه په كوئټه كې طرحه شوي وو.

افغان چارواكي وايي، چې په دې وروستيو كې پاكستان د افغانستان په اړوند خپل سياست نرم كړى دى.

د چارواكو په باور پاكستاني مسئولينو له افغان چارواكو سره په وروستيو ليدنو كتنو كې ژمنه كړې، چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو په قانع كولو، له تروريزم سره د رېښتيني مبارزې او په افغانستان كې د زنځيري وژنو د پلټنو په برخو كې به له افغان دولت سره مرسته وكړي.

څو ورځې مخكې يوه افغان پلاوي پاكستان ته سفر درلود، چې د هغه هېواد له چارواكو سره د افغانستان د ملي امنيت پر رئيس اسدالله خالد او د سولې د عالي شورا په پخواني رئيس برهان الدين رباني د شويو ځانمرگو بريدونو په اړوند خبرې وكړي.

افغان پلاوى وايي، چې دوى په دغه سفر كې پر دغو دوو مهمو افغان چارواكو د شويو بريدونو د تحقيق په اړوند د پاكستاني چارواكو ژمنه تر لاسه كړې ده.

د افغانستان د استخباراتو مرستيال حسام الدين د ملي امنيت شورا ته ويلي:

پاكستان دوى ته ډاډ وركړى، چې په دې اړوند به جدي پلټنې وكړي.

د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، تر هغې چې پاكستان عملا لاس په كار نه شي، يوازې په ژمنو بايد زړه ونه تړل شي.

د پاكستان په سياست كې نرمښت به د وخت په تېرېدو دا په ډاگه كړي، چې په ريښتيا هم دغه هېواد غواړي په افغانستان كې د جگړې لمن ټوله او سوله واكمنه شي او كه پاكستان غواړي يوازې د سياست په بدلولو سره خپلو پخوانيو موخو ته ځان و رسوي.

About ATN News

Avatar

Check Also

د لوګر په خروار کې ۹۰ میله وسلې ترلاسه شوي

(Last Updated On: July 16, 2019)د لوګر امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت …