تر درېيو مياشتو به افغانستان په رسمي توګه د نړيوال سوداګريز سازمان غړى شي

(Last Updated On: فبروري 11, 2014)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له اروپايي ټولنې سره يو هوكړه ليك لاسليك كړى، چې له مخې يي په نړيوال سوداګريز سازمان كې د افغانستان د غړيتوب كار آسانه كېږي. د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وايي، په نړيوال سوداګريز سازمان كې د افغانستان د غړيتوب لپاره دا مهم ګام دى.

دا هوكړه ليك د دوشنبې په ورځ ( د سلواغې په ۲۱ ) د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د مرستيال او د اروپايي ټولنې د سوداګريز كميشنر تر منځ لاسليك شوى دى.

افغانستان له ۲۰۱۱ كال را په ديخوا په رسمي توګه  په نړيوال سوداګريز سازمان كې د غړيتوب لپاره خبرې پيل كړي دي، او تر اوسه يي له پنځو هېوادونو او همدا راز د دوشنبې په ورځ له اروپايي ټولنې سره هوكړه ليكونه لاسليك كړي دي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وايي:

له اروپايي ټولنې سره د دې هوكړه ليك د لاسليك له لارې افغانستان  په نړيوال سوداګريز سازمان كې د غړيتوب لپاره مهم ګام پورته كړ.

په همدې حال كې اروپايي ټولنې هيله وښوده، چې په نړيوال سوداګريز سازمان كې به د غړي په توګه د افغانستان منل كېدل د دې هېواد په اقتصادي پراختيا كې د پام وړ رول ولري.

د اروپايي ټولنې د اعلاميې متن:

كه افغانستان د نړيوال سوداګريز سازمان غړى شي، دا به د دې هېواد بيا رغاونې او اقتصادي پراختيا كې مهم رول ولوبوي. او دا اقدام به د افغانستان  په دوامداره اقتصادي ثبات کې مهم رول ولري.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت همدا راز ټينګار كوي، چې نړيوال سوداګريز سازمان كې د غړيتوب لپاره۲۱ تګلارې چمتو شوي او هيله ده، چې تر درېيو مياشتو به افغانستان په رسمي توګه د دې سازمان غړيتوب تر لاسه كړي.

كه افغانستان د نړيوال سوداګريز سازمان غړى شي، له تاجكستان وروسته به دويم هېواد وي، چې د سيمې په كچه دې سازمان كې غړيتوب لري.

About Ariana News

Check Also

چابهار د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډېر اړین بندر دی- د سوداګرۍ خونه

(Last Updated On: نوومبر 5, 2018) د سوداګرۍ خونې مسوولین د افغانستان د صادراتو او …