عاجل خبرونه

ترکیه په هرات کې قونسلګري او په ننګرهارکې د دیني زد کړو مرکز جوړوي

(Last Updated On: مارچ 14, 2016)

vlcsnap-2016-03-14-10h43m35s16د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې ترکیه په دغه ولایت کې د دیني علومو یو مرکز جوړوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، د ترکیې د خلکو استازي او د الفلاح تعلیمي مرکز مشر نورالدین د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي سره په کتنه کې ویلي، چې په جلال آباد کې به د دیني زدکړو یو مرکز جوړ کړي.

د ننګرهار چارواکي هیله لري؛ دا مرکز به د دې سبب شي، چې د ننګرهار اوسیدونکي د دیني زدکړو له پاره نور پاکستان ته لاړ نه شي؛ ځکه په هغو مدرسو کې  افراطیت او په خورا زاړه میتود دیني علوم تدریس کېږي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي وايي؛ ترکیه غواړي، چې په هرات ښار کې قونسلګري جوړه کړي. ښاغلی رحیمي هیله لري، چې د ترکیې قونسلګري به د هرات او ترکیې ترمنځ د کلتوري، تعلیمي او اقتصادي اړیکو له زیاتیدا سره مرسته وکړي.

ترکیی د افغانستان په ډېرو شمالي ولایتونو کې لیسې او یو شمېر روغتونونه جوړ کړي او په کابل کې پوهنتون جوړوي.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …