عاجل خبرونه

ترهګرو په افغانستان کې بې ثباتۍ رامنځته کړې

(Last Updated On: جولای 29, 2017)

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر وایي، ترهګر امن پټنځایونه لري او د افغانستان د بې ثباتي عامل شوي دي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې غړیو هېوادونو د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په تړاو د ملګرو ملتونو پر نوې تګلارې بحث وکړ.

د افغانستان استازي په دې غونډه کې افغانستان د هغو ترهګرو د فعالیتونو قرباني بولي، چې په وینا یې بهرنی ملاتړ لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی محمود صیقل وایي؛ ترهګري او وینې توییدنې په افغانستان کې پرله پسې پېښې دي، چې زمونږ په سیمه کې د ترهګرو د امن پټنځایونو له لارې ترویج کیږي، ترهګرې ډلې ترې تولیدیږي او ملاتړ یې کیږي او زما هېواد ته را لیږل کیږي، چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي. د ترهګرو له پناه ځایونو سره مبارزه د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې یو اړین  کار دی، چې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې ستر عامل دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې میشل سیسون وایي؛ د کلونو کلونو تجربو ښودلې، چې نه شو کولی ترهګر یوازې د امنیتي اقداماتو له لارې مات کړو. له دې خطر سره د مبارزې لپاره مونږ اړتیا لرو، چې د بنسټ پالنې له افکارو سره مبارزه وشي.

د هند استازی هم له ملګرو ملتونو غواړي؛ د هغو هېوادونو مخه ونیسي، چې په وینا یې ترهګري د یوې آلې په توګه کاروي.

په ملګرو ملتونو کې د هند استازی سید اکبرالدین وایي؛ نن د نړیوالې ټولنې په وړاندې مهم مسایل پراته دي، چې ځواب موندلو ته اړتیا لري. دا، چې ترهګر کوم ځای ته د رورنې لپاره ځي، څرنګه تمویل کیږي، آیا پر ځواب یې پوهیږو؟ مونږ باید خپلې هڅې ګړندۍ کړو او هېوادونه وهڅوو، چې له ترهګرۍ څخه د آلې په توګه کار وانخلي. د ترهګرو پر ښو او بدو وېشل خطرناک کار دی. ترهګري یو نړیوال ګواښ دی. باید اجازه ورنکړ شي، چې د یوې ملي تګلارې په توګه وکاريږي.

په پاکستان کې د حقاني شبکې، کوټې شورا او پېښور شورا او نورو لسګونه ترهګرو ډلو شتون هغه مساله ده، چې تل پرې نیوکې شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي مرستیال احمد وایي؛ نړیواله ټولنه نه ده توانیدلې، چې د ترهګرۍ علتونه له منځه یوسي او ترهګري باید له سیاسي زمینو جلا نه شي.

د نوموړي په وینا؛ په تېره لسیزه کې نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ خلاف په مبارزه کې میلیاردونه دالر لګولي؛ خو اوس هم ترهګري زمونږ د وخت پیچلې ننګونه ده، چې ستر علت یې په ځانګړې توګه په تېرو دوه لسیزو کې د نړیوالې تولنې کمزورتیا ده یا دا، چې په وړاندې یې د مبارزې لپاره اراده نشته. د ترهګرۍ له علتونو سره باید مبارزه وشي؛ ځکه، چې اوس مونږ یوازې له نښو سره مبارزه کوو.

 د ۲۰۱۷ کال د جون پر  ۱۵د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ترهګرۍ ضد دفتر د جوړویدو پرېکړه د ۱۹۳ غړیو هېوادونو لخوا تصویب شوه. دغه نوی دفتر له غړیو هېوادونو سره مرسته کوي، چې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد تګلاره پلې کړي.

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …