عاجل خبرونه

ترمپ دوه میرمنې د خپلې ادارې د غړیو په توګه ونومولې

(Last Updated On: نوومبر 24, 2016)

_92629162_haley_devos_ap

د امریکا نوي غوره شوي ولسمشر دونلدترمپ د خپلې ادارې د غړیو په توګه دوه میرمنې نکي هالي او بتسي دیووس ونومولې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالتونو د استازې په توګه د جنوبي کارولاینا والي  نکي هالي او د پوهنې د وزیرې څوکیو ته بتسي دیووس نومول شوي دي.

میرمن هالي او دیووس اړ دي، چې له هر څه لومړی د امریکا د مشرانو جرګې د واکمنو جمهوریت غوښتونکیو د تائید رایې  ترلاسه کړي.

ترمپ په دې وروستیو کې له مسلمانانو وېره عقلاني ګڼلې ده.

له دې وړاندې دونلدترمپ متقاعد جنرال مایکل فلین ته د ملي امنیت سلاکار څوکۍ وړاندیز کړی.

دغه راز یې د سي آی اې د ریاست لپاره د کانزاس ایالته د پارلمان غړی مایک پومپیو او جمهوریت غوښتونکی  سناتور جف سشنز یې د لوی څارنوالۍ مقام ته نومولي دي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …