عاجل خبرونه

بې پولې داکترانو یو ځل بیا د کندز پر روغتون د امریکا د هوایی برید څېړنه غوښتې

(Last Updated On: دسمبر 11, 2015)

vlcsnap-2015-12-10-14h57m00s83

د بې پولې داکترانو سازمان یو ځل بیا په کندز کې د دغه بنسټ پر اړوند روغتون د امریکایی ځواکونو د هوایی برید په اړه د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې ده.

 

د دغه نړیوال سازمان غړیو دا ځل د سپینې ماڼۍ د لافلایت پارک په ډگر کې لاریون وکړ او د امریکا له ولسمشره یې وغوښتل، چې اجازه ورکړي د پېښې په اړه یوه بې پرې څیړنه وشي.

 

د امریکا ولسمشر د بې پولې داکترانو د نړیوال سازمان پر اړوند روغتون د امریکایی ځواکونو د هوایی برید له کبله بښنه وغوښته او د پېښې په تړاو یې د امریکایي ځواکونو د څېړنو پایله هم دوه اوونۍ مخکې روښانه شوې؛ خو دا سازمان اوس هم د پېښې په تړاو د بې پرې څېړنو غوښتنه لري.

 

هغوی د پېښې د قربانیانو عکسونه او شعارونه له ځان سره لیږدول، چې په کې لیکل شوي وه؛ جگړه هم قوانین لري.

 

دغه سازمان غواړي؛ یو نړیوال کمیسیون، چې په ۱۹۹۱ کال کې د ژنو کنوانسیون په چوکاټ کې جوړ شوی، باید د لومړي ځل له پاره فعال شي او څېړنې وکړي.

 

په امریکا کې د بې پولې داکترانو د ټولنې رییسهدي ین مارچبین وایي،قوم او سیاسي اجبار ته له پام پرته د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن وو. له ۲۰۱۱ کال راهیسې، چې زمونږ روغتون هلته فعالیت پیل کړی؛ له شپږشپیته زره ډېر ناروغان تداوي شوي دي. اوس سلگونه زره کسان له روغتیایی خدمتونو بې برخې شول.

 

دغه سازمان دا ادعاوې رد کړي، چې گنې وسلوالو طالبانو د بې پولې داکترانو له روغتون څخه د انساني سپر په توگه گټه پورته کوله، رد کړي دي.

 

په کندز کې د بې پولې داکترانو روغتون د اکتوبر په درېیمه د امریکایي ځواکونو تر برید لاندې راغلی، چې دېرش تنه په کې ووژل شول.

 

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …