عاجل خبرونه

بیات بنیاد په هېواد کې له اړو کسانو سره ژمنۍ مرستې پیل کړي

(Last Updated On: January 20, 2017 11:06 am)

vlcsnap-2017-01-19-16h05m01s254

بیات بنیاد د هېواد په ګڼو ولایتونو کې له یو شمېر هغو کورنیو سره د مرستې بهیر پیل کړی، چې له ګاونډ هېوادونو راستانه شوي دي.

د مرستو په دغه ټولګه کې خوراکي توکي، کمبلې او د ماشومانو د تغذیې خواړه شامل دي.

د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات وايي؛ بیاهم مونږ خوښ یو ، چې د ژمې په دغو شپو او ورځو کې د خپلو هېوادوالو چوپړ ته ولاړ یو. زمونږ دغه مرستې هممهاله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پیل شوي او دا مرستې به همداسې روانې وي.

د ښاغلي بیات په وینا؛ د ژمنیو مرستو په دغه ټولګه کې د یوې کورنۍ درې میاشتنۍ اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

ښاغلی بیات په هېواد کې دننه او بهر له نورو شتمنو څخه غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

 دغه بېوزله کورنۍ وايي؛ له څو کلونو راهیسې د بیات بنیاد له خوا په بېلا بېلو فصلونو کې هر راز مرستې له ټولو هغو کورنیو سره تر سره کیږي، چې له ۱۳۸۲ل کال راهیسې هېواد ته راستنیږي.

د کابل اوسیدونکی عبدالصبور له دغو مرستو مننه کوي او وایي، نن مونږ وینو، چې یو ځل بیا د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې مونږ ته رارسیږي.

د کابل یو بل اوسیدونکی محمد علی هم له بېولو سره د دغه بنیاد له مرستو مننه کوي او وایي، چې مونږ ترې خوښ او راضي یو.

په افغانستان کې د اټکلي شمېر له مخې سم نیم خلک د بېوزلۍ په تر ټولو ناوړه حالت کې ژوند کوي. اوس، چې هوا سړه ده؛ نو بېوزلي او اړ کسان د شتمنو د مرستو لارې څاري او ترې د اړتیا وړ توکي غواړي.  

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …