بیات بنیاد په غزني کې پر لسګونه اړوکورنیو د ژمي مرسته وویشله

(Last Updated On: February 12, 2017 5:19 pm)

Capture

بیات بنیاد په غزني کې په لسګونهبېوزلو کورنیو دژمي مرسته وویشله.

 په دېمرسته کې خوراکي توکي او د ماشومانو  پوښاک شامل دي.

یو شمیر هغو ماشومانو،چې د بیات بنیاد د پوښاک مرسته ترلاسه کړې؛موسکا يې پرشونډو وه او د دغه ډول مرستو د دوام هیله یې کوله.

قومي مشرانو او مدني فعالانو هم د بیات بنیاد مرستېوستایلېاو په ډاګه یې کړه،چې د ژمي په دې ساړه موسم کې له اړو کسانو سره مرسته ډېره اړینهده.

 مدني فعال محمد آصف حسین زاده غواړي،چې دغه ډول مرستې ډېرې او پراخې شي.

په غزني کې د بیات بنیاد استازی امین اللهوايي،چې دغه مرستې د هغې سروې له مخې پراړو کسانو ووېشل شوې،چې مخکې تر سره شوې وه او په  لړ کې یې بېوزله او اړې کورنۍ مشخصې شوې وې.

بیات بنیاد لهجوړیدو سره سم دهېواد په بېلا بېلو برخو؛پوهنه، روغتیا، ورزشاو ټولنیزو چارو کې مرستې کړي، چې اوس هم روانې دي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …