عاجل خبرونه

بیات بنیاد د ستارکي بنسټ په همکارۍ کڼو ته د اوریدلو وسایلو د وېش درېیم پړاو پیل کړ

(Last Updated On: اګست 28, 2016)

vlcsnap-2016-08-28-12h18m09s95

د بیات بنیاد  چارواکي: په ننني درې ورځني پړاو  کې۱۰۰۰ کسان تر پوښښ لاندې نیول شوي او ټولو ته د اوریدو عصري وسایل وېشل کیږي.

د اوریدلو د وسایلو د وېش کارد بیات بنیاد د لوی مشر احسان الله بیات په پرانستونکې وینا په هغه ناسته کې پیل شو، چې په دې اړه په بیات رسنیو مرکز کې جوړه شوې وه.

د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات وایي، د وېش دا لړۍ څلور پړاوه لري: د نوملیکنې، مینځلو، کتنې او د وسایلو وېش.

د ښاغلي داکتر احسان الله بیات په وینا؛ وروستۍ سروې ښیي، چې ۶۰ سلنه لیدل شويو کسانو غوره پایله لرلې ده.

بیات بنیاد د خیرخانې او علاوالدین د کڼو ښوونځيو له لیدلو وروسته د خپل کار پایله ولیده، چې دغه کار به په راتلونکې کې د ډاډ وړنورې غوره پایلې  هم ولري.

د بیات بنیاد د صحي چارو مسوول داکتر عبدالسمع رحیمي وایي، زمونږ ډېر ټینګار دا دی، چې د ښوونځیو اړو ماشومانو ته خپل خدمتونه وړاندې کړو.

د نوموړي په وینا: په پام کې ده ، چې کڼو ته د اوریدو د وسایلو د وېښ لړۍ د هېواد نورو ولایتونو ته وغزول شي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړې، چې هېوادوال کولی شي په کابل کې د دغه بنسټ مرکزي کلینیک ته راشي او له لومړنیو کتنو وروسته د اوریدو له نعمته برخمن شي.

د اوریدلو د وسایلو د وېش په دې ناسته کې برخوالو د بیات بنیاد ټولنیز خدمات وستایل او د دغه بنسټ د بشرپالنې روحیه یې هېوادوالو ته د ډاډ وړ وګڼله. دوی دا هیله هم وښوده، چې ورته خدمات دې د هېواد نورو برخو ته وغزیږي، چې کاڼه او لږ کاڼه هېوادوال مو نه یوازې دا، چې له اوریدو برخمن شي، بلکې خبرې یې نورې هم  پیاوړې شي.

دغو بنسټونو په ۲۰۱۳ کال کې ګډ کار پیل کړی او په ۲۰۱۵ کال کې یې د وېښ لړۍ له کابله د بلخ او هرات ولایتونو ته وغزوله او څه ناڅه ۵۰۰۰ کورنۍ بریالۍ شوي، چې د خپلو خویندو، میندو، پلرونو او وروڼو غږونه واوري.

بیات بنیاد پخپل۱۲ کلن خدمت کې بریالی شوی، چې هېوادوالو ته صحي، ښوونیز، ودانیز او ورزشي خدمتونه وړاندې کړي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …