بیات بنیاد د بلخ ولایت له وړکتون سره د خوراکې توکو مرسته وکړه

(Last Updated On: مارچ 18, 2016)

vlcsnap-2016-03-18-11h30m39s99د بیات بنیاد لوی مشر انجینیر احسان الله بیات دا ځل بلخ ولایت ته تللی او په دغه ولایت کې یي له یو شمېر چارواکو سره لیدلي او له اړو کسانو سره یې مرستې کړي دي.

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړکې دا ځل دبلخ ولایت له وړکتون سره د خوراکې توکو مرسته وکړه.

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکو له بیات بنیات څخه وغوښتل، چې له دوی سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

ښاغلي بیات په دغه وړکتون کې ماشومانو ته د خوراکې توکو د مرستې تر څنګ ډاډ ورکړ، چې له دغه بنسټ سره به خپلې مرستې زیاتې کړي.

د ښاغلي بیات په وینا؛ دغه خوراکي توکي ماشومانو ته ډېر ګټور او له خوارځواکۍ یې ژغوري.

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست سرپرستمطیع الله متین وایي، د بیات بنیاد له مرستو یوه نړۍ مننه. هیله ده، چې دغه بنسټ بې وزلو ماشومانو ته خپلې مرستې نورې هم وغزوي.

د بلخ د وړکتون مشره روح افزا اکبری وایي، دا، چې ښاغلي بیات خپله راغلو او زمونږ د ماشومانو پر سرونو یې د مهربانۍ لاس راکښلو ، یو جهان مننه کوم.

د حمامونو نشتون او همداراز د پخلنځې او لیلیې وسایلو نشتون هغه موارد دي، چې د بلخ وړکتون ورسره مخامخ دی؛ خو اوس د بیات بنیاد وعده کړي، چې دغه ستونزه به حل کړي.

د بیات بنیات مشر انجینیر احسان الله بیات د دغه وړکتون له چارواکو سره د کتنې پر مهال هوډ وکړ، چې د بلخ له وړکتون سره به خپلې مرستې جاري وساتې.

About Ariana News

Check Also

وسلوالو طالبانو په افغانستان کې ماتې نده خوړلې- جوزف دانفورد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي، چې وسلوالو …