عاجل خبرونه

بیات برښنا شرکت له طبیعي ګازو څخه د برښنا د تولید هوکړه لاسلیک کړه

(Last Updated On: اکتوبر 3, 2016)

capture9-300x201

په کابل کې د بیات برښنا شرکت او د اوبو او برښنا وزارت تر منځ د جوزجان د شبرغان له طبیعي ګازو څخه د ۵۰ میګاواته برښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه.

د اوبو او برښنا وزیر علی احمد عثماني د دغې هوکړې په ځانګړیو مراسمو کې ، چې ارزښت یې له  دوه سوه پنځوس میلیون دالرو ډېر اټکل شوی وویل؛ د دغې پروژې د لومړئي فاز په بشپړیدو به ۵۰ میګاواته برښنا تولید شي.

د بیات برښنا شرکت رییس احسان الله بیات د دغې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې دغه پروژه د برښنا د تولید په برخه کې یو ستر ګام ونوماوه.

دغه راز  تېره اوونۍ په ارګ کې له الکوزي شرکت سره د سروبي د دوه یم بند جوړولو هوکړه د درې میلیون دالرو په ارزښت لاسلیک شوې ده.  

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …