عاجل خبرونه

بيات بنياد د ملي راډيو- تلويزيون پركارمندانو مرستې ووېشلې

(Last Updated On: اګست 26, 2011)

دا مرسته د بيات بنياد د چارواكو له خوا د ملي راډيو- ټلويزيون د چارواكو په حضوركې ووېشل شوه.

د افغانستان د ملي راډيو- ټلويزيون له يو شمېراړو كارمندانو سره مرسته هم د بيات بنياد د روژې د مباركې مياشتې د مرستو په لړكې راغله، چې د دې بنسټ له سل ډېرو كارمندانو سره د بيات بنياد له خوا مرسته وشوه.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل د مرستو د وېش پرمهال وويل، چې د روژې په مباركه مياشت كې يو غوره كارهم له  اړو خلكو سره مرسته ده.

د ملي راډيو- ټلويزيون مرستيال جلال محمودي د روژې په مباركه مياشت كې د بيات بنياد دا كاروستايه او د هغه د دوام غوښتنه يې وكړه.

يو شمېرمرسته شوي كسان  د بيات بنياد په دې كار خوښ شول .

بيات بنياد په تېرو كلونو كې هم د روژې په مباركه مياشت كې پر اړو خلكو غذايي توكي وېشلي او په روانه مياشت كې هم سلگونه كورنۍ تردې پروگرام لاندې راغلي ، چې په ولايتونو كې هم دوام لري.

About ATN NEWS

Check Also

کرنې وزارت د کود و برق له فابریکې سره د کیمیاوي سرې د تولید هوکړه وکړه

(Last Updated On: اکتوبر 14, 2018) د کرنې وزارت د هېواد پر کروندګرو کورنۍ کیمیاوي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.