عاجل خبرونه

بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه د یوې سترې اجماع د تنظیمولو په لټه کې دی

(Last Updated On: January 29, 2015)

KHARIJA_29_01_2015_DARI_SOT.avi_snapshot_00.19_[2015.01.29_17.36.08]

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د ترهګرۍ په اړه د یوې سترې اجماع د تنظیمولو په لټه کې دی چې په وینا یې په دغه ناسته کې به د بنسټ پالنې په بیلابیلو اړخونو بحث وشي او سیمه به وهڅول شي چې د دغې پدیدې په وړاندې مقابله کې همغږي شي.
د ولسي جرګې ځینې غړي او کارپوهان په دغه راز هڅو نیوکې کوي او وایي، دغه ناستې یواځې د وخت له ضایع کولو او د پیسو له بې ځایه لګښت پرته کومه بله لاسته راوړنه نه شي لرلای.

رویا رحماني – د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو مطالعاتو رییسه:
موږ په دې غونډه کې د بنسټپالنې په ضد د یوې پراخې اجماع په لټه کې یو، غواړو په دې بحثونو کې دې پایلې ته سره ورسیږو چې د سیمې او آسیا د زړه هیوادونو پام د ترهګرۍ په ضد د یوې سترې اجماع رامنځ ته کولو باندې پرېکړه وکړي.

خو د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، دغه ناستې کومه ګټه نه لري او یواځې وخت تلف کوي.
د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح:

د افراطیت مسله داسې یوه مسله ده چې ټوله نړۍ یې په خطر کې اچولې، د دا ډول ناستو د ترسره کولو له پاره باید جامع او دقیق پروګرامونه جوړ شي، دا پروګرامونه او ناستې تش د وخت د ضایع کولو له پاره دي.

بلخوا کارپوهان په دې باور دي چې په سیمه کې د بنسټ پالنې ناورین ډیر جدی دی او دغه راز بحثونه ورته ګټور نه پریوځي.
ځینې کارپوهان وایي، افغان حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې بریالی نه شو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې لپاره یو واضح او کارنده دریځ ونیسي. دوي وایي، له طالبانو سره د سولې خبرې هم ناکامه شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ …