بهرني پانگوال په افغانستان کې پانگونې ته هڅول یو مهم گام دی

(Last Updated On: جنوري 23, 2016)

vlcsnap-2016-01-23-09h22m52s45د سوداگرۍ او صنایعو خونه د سویس په اقتصادي ناسته کې د ولسمشرغني گډون گټور بولي او وایي، که ولسمشر بهرني پانگوال په افغانستان کې پانگونې ته وهڅوي دا به مخ په وړاندې یو مهم گام وي.

د سوداگرۍ او صنایعو خونه هیله لري، چې ولسمشرغني به نړیوالو ته په افغانستان کې د پانگونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړي.

دسوداگرۍ او صنایعو خونېمرستیال صیام پسرلی وایي، د سویس په نړیوالې اقتصادي ناسته کې د ولسمشر گډون ښه پرېکړه ده.

هغه زیاتوي، مونږ دولسمشر له دغه سفر څخه هرکلی کوو.که ولسمشر وتوا نیږي،چې له دې غونډې څخه په گټه اخیستنهنړیوال لویو پانگوالو ته په افغانستان کېهغه فرصتونه،چې شته د هغوپه اړه معلومات ورکړي؛ښايي یو شمېر پانگوال په افغانستان کي پانگوني ته لیوال شي.

دغه خونه له حکومت غواړي؛د پانگونې او سوداگریزو چارو په تړاو قوانین او لوایح ساده کړي،چې دا به بهرني پانگوال په افغانستان کې پانگونې ته وهڅوي.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …