عاجل خبرونه

بنیاد بیات دا ځل په ننګرهار کې په سلګونو کورنیو خوراکي توکي وویشل

(Last Updated On: July 01, 2015 6:51 pm)

vlcsnap-2015-07-01-18h41m37s82

دروژې په میاشت کې له بې وزلو کورنیوسره دبنیاد بیات دمرستوکاروان ننګرهارته رسیدلې اودغلته یې پرسلګونو کورنیو دخوراکي توکیومرستې ویشلې.

دبیات بنیاد مسولینوايي په نږدې کې به نوروسیموته هم دا مرستې واستول شي.

مرسته شوي كورنۍ له نوروسوداګروهم غواړي چې له اړوخلکوسره دا ډول مرستې وکړې.

روژه د اسلام دمبارك دين له پنځو بناو درېيمه ده، چې اصلي پيغام يي د بې وزلود ژوندانه څخه ځان خبرول دي.

بیات بنیاد هر كال په روژه كې له بې وزلوسره مرستې کوي.

vlcsnap-2015-07-01-18h41m47s210

په جلال اباد کې ددې مرستو دویش پرمهال دبیادبیات مرستیال محمداسماعیل وویل پهدې مرسته كې چې پر سلګونو کورنیو وویشل شوه وریجې، اوړه اونور خواکي توکي شامل دي:

هغه وايي د مرستو دا لړى به په راتلوونکې کې نوروولایتونوهم ورسیږي.

” بنیاد بیات هر کال د روژي په مبارکه میاشت کې د بېوزلو، بې ځایه شویو او بې سرپستو کسانو له پاره د مرستو یو پروګرام لري او نن هم له نیکه مرغه جلال آباد ښار ته راغلي یو چې یو شمېر مستحقینو او بې ځایه شویو ته دا خوراکي مواد ویشو.

په دې خلکو کې داسې هم شته چې له خبرو سره یې بې واره اوښکې تویږی او وايی په روژه کې هم په مړه خیټه ډودۍ نه ورسیږي.

دوی دبیات بنیاد له مرستوخوښ دي؛ خوپرحکومت اونورو شتمنو غږ کوي چې لاس نیوی يې وکړي.

دبیات بنیاد سلاکار احسان الله آرینزی ددې خلکو خبرې رښتیا بولي او ددې مرستو پرزیاتوالي ټنګارکوي.

هغه په دې اړه له خیریه بنسټونواوحکومت څخه دګړنديګامونو هیله کوي:

زه فکر کوم چې په دغسې وخت کې د ټولو مستعیدو افغانانو وظیفه ده چې د خپلو وروڼو او خویندو سره مرستو ته راودانګي.

vlcsnap-2015-07-01-18h42m19s238

بيات بنياد يو خيريه بنسټ په توګه یوازېپه روژې مياشت کې نه بلکېد كال په نورومياشتوكې یې هم له بې وزلو كسانو سره مرستې کړې او دښونځيو،روغتيايي مركزونو اوجوماتونو په جوړولو او بيا رغاولوكې هم د پام وړفعاليتونه كړي دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …