بغلان والي له خپلې دندې استعفا وکړه

(Last Updated On: September 16, 2019)

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ډاګه کړې، چې د بغلان والي فريد بسيم د ځينو شخصي ستونزو او بوختياوو له  کبله له خپلې دندې استعفا ورکړه، چې د ولسمشر له خوا هم ومنل شوه.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ تر هغه وخته، چې دغه ولايت ته بل والي ټاکل کېږي، د بغلان مرستيال والي عبدالقديم نيازی به د ولايتي ادارې چارې پر مخ بيايي.

ښاغلي بسیم په داسې حال کې استعفا کوي، چې په دې ولایت کې ناامنيو او جګړو نه یوازې د خلکو اندېښنې راپارولي، بلکې پراخې شوې هم دي.

تر دې دمه ښاغلي بسی په دې اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تخار ولایت د شولو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

(Last Updated On: October 17, 2019)د تخار د کرنې او مالدارې ریاست ویلي؛ په تېرو …