عاجل خبرونه

ایران، پولې ته نږدې وسلوالو طالبانو ته روزنیزم مرکزونه جوړکړي

(Last Updated On: March 23, 2017 4:42 pm)

vlcsnap-2017-03-23-16h24m45s144

کشفي رپوتونو په ډاګه کړې، چې ایران له افغانستان سره پولې ته نږدې وسلوالو طالبانو ته روزنیزم مرکزونه جوړ کړي.

د فراه امنیه قومندان ګلبهار مجاهد وایي ، چې روسیه د ایران په همکارۍ په دغو پوځي مرکزونو کې وسلوالو طالبانو ته وسلې او تجهیزات برابروي.

د نوموړي په وینا؛وسلوال طالبان په دغه ولایت کې د ایران او روسیې لخوا روزل کیږي او پرمختللې وسلې ورکوي.

د فراه والي مرستیال محمد یونس رسولي آریانا نیوز ته ویلي، چې ایران په زابل، خراسان او نی بندان سیمو کې وسلوالو طالبانو ته روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

فراه له ایران سره شا او خوا درې سوه کیلومتره پوله لري.

په پام کې ده، چې له ترکمنستان څخه به د ګازو ستره نللیکه هم د فراه ولایت له بالابلوک ولسوالۍ څخه تېره او پاکستان ته وغزول شي.

دغه راز تمه ده، چې د بخش آباد د ابو لوی بند هم په دغه ولایت کې و رغول شي، چې د سیمه ییزو چارواکو په باور ایران غواړي دغو پروژو ته ستونزې را پیدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه راپور په اړه په کابل کې د ایران سفارت تر دې دمه څه نه دي ویلي؛ خوله دې مخکې ایران له وسلوالو طالبانو سره د خپلو تماسونو پخلی کړی و.

خبریال: احمد فرشاد صالح

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …