ایران، پاکستان او تاجکستان د نشه يي توکو کرکېلې او قاچاق اندېښمن کړي

(Last Updated On: October 9, 2017)

ایران، پاکستان او تاجکستان په افغانستان کې د نشه يي توکو له کرکېلې او قاچاق اندېښمن شوي دي.

د ایران، پاکستان او تاجکستان هېوادونو استازو د کابل په کوربتوب د یوې غونډې په ترڅ کې  اندېښنه وښوده، چې د افغانستان د نشه يي توکو له درکه سخت دریځې ډلې ډېرې پيسې را ټولوي او د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

د تاجکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې رييس سیف الله ظفر زاده وایي، چې قاچاق کوونکي له سرحدي پولیسو سره جوړجاړی کوي او تاجکستان ته نشه يي توکي لیږدوي.

دغه راز د پاکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې مسوول محمد بشارت طاهر ملک پر نړیوالو نیوکه کوي، چې له نشه يي توکو سره مبارزې ته جدي نه دي.

هغه زیاته کړې، چې ټول پرمختللي هېوادونه د نشه يي توکو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. دوی باید د نشه يي توکو لپاره غوښتنه راکمه کړي، چې ونه کرل شي.

د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره سیمه ییزه طرحه جوړه او دغه طرحه د منځنۍ آسیا دولس هېوادونو له استازیو سره شریکه شوې ده.

هغه زیاتوي؛ افغانستان غواړي د سیمې له هېوادونو سره په ګډه دغه ستونزه حل کړي.

هغې دا هم په ډاګه کړه، چې ۹۳ په سلو کې نشه يي توکي په ناامنو ولایتونو کې تولیدیږي.

په غونډه کې ګډونوالو له نشه یي توکو سره د ګډې مبارزې ټینګار څرګند کړ او ومنل شوه، چې له دغو توکو سره له مبارزې پرته په سیمه کې سوله او ثبات ناشونی دی.

خبریاله: لیدا نیازۍ

About Ariana News

Avatar

Check Also

په هېواد کې د کرونا ویرویس د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ کسانو ته ورسید

(Last Updated On: April 5, 2020) د عامي روغتیا وزرات ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو …