عاجل خبرونه

ایران د ناقانونه مهاجرینو د بیا ستنولو لپاره لټون پیل کړی

(Last Updated On: سپتمبر 18, 2017)

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې تېر کال اووه سوه دېرش زره افغان کډوال له دغه هېواد وویستل شول؛ خو په دې دلیل، چې افغان حکومت پر خپلو پولو واک نه لری ډېری یې بیا ایران ته ستانه شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي په ډاګه کړې، چې ایران پر پوله واک لري، خو د    سراوان اړوند سیمې ته نږدې دوه سوه کیلومتره پوله داسې ده، چې د پېچلتیا او ناسمو شرایطو له کبله د افغان کډوالو د ور ستنیدلو لار جوړه شوې ده.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې؛ د ناقانونه افغان کډوالو وپېژندل پیل شوي، چې له پېژندلو وروسته به بېرته خپل هېواد ته ولیږل شي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي؛ ایران په تېر یو کال کې ۴۴۰ زره کډوال له خپلې خاورې ایستلي، چې ۱۲۰ زره یې افغانستان ته په زور شړل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ له ایران څخه د کډوالو په زور ایستل د حل لار نه ده، یوازې د قاچاقبرو بازار تودولی شي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ په ایران کې یو میلیون و پېنځه سوه  زره کډوال په ایران کې ژوند کوي، چې اته سوه زره یې اسناد نلري. دغه کډوال د سپکاوي په ګډون ان اړینو خدماتو ته هم لاسرسی نلري.

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي وایي، په هېواد کې ناامني او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې ځوانان مو ایران او پاکستان ته ولاړ شي.

د هغې د وینا له مخې ؛ تر هغې ، چې په هېواد کې اقتصادي ملي پلان ونه لرو؛ افغانان به له دې ستونزو سره مخ وي.  

د اړوند وزارت د څرګندونې له مخې؛ ټاکل شوې، چې تر دوه اوونیو پورې به په کابل کې د ایران، افغانستان او د کډوالو اړند بنسټونو تر منځ د بې اسنادو کډوالو د ستونزو په اړه کډه ناسته تر سره شي.

له دې مخکې هم ورته ناستې جوړې شوې وې؛ خو تر دې دمه په ایران کې د میشتو کډوالو ستونزې حل شوې نه دي.

About Ariana News

Check Also

په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) د افغانستان په روانه جګړه کې په منځني توګه هره …