عاجل خبرونه

ایران د فراه د بخش آباد بند د جوړولو مخنیوی کوي

(Last Updated On: August 06, 2017 6:47 pm)

د فراه والي مرستیال وایې، ایران د ترهګریزو ډلو د سمبالولو تر څنګ غواړي د بخش آباد بند د جوړلو مخه هم ونیسي.

د فراه سیمه ییز مسوولین اندېښنه څرګندوي، چې یو ځل بیا وسلوال طالبان د ایران او روسیې لخوا پر ځواکمنو او پرمختللیو وسلو سمبال شوي دي.

د فراه والي مرستیال محمد یونس رسولي وایې، د فراه د بخش آباد بند د ډیزاین په کار کې د پاکستان پر څرګندو لاسوهنو سربېره ایران د وسلوالو طالبانو د تجهیز له لارې  د دغه بند د جوړلو پر وړاندې خنډ رامنځته کوي.

نوموړی ټینګارکوي، چې ایران روسیې ته هم د لاسوهنو زمینه برابره کړې ده.

د فراه د ولایتي شورا منشي داد الله قانع وایې؛ د پولې په اړوند سیمو کې د سرتېرو لږوالی د دي سبب شوي، چې ایران ته د وسلو او چاودیدونکیو توکو د انتقال زمینه برابره شي.

هغه له دولت څخه غواړې، چې په مرکزي سیمو کې د سرتېرو شمېر ډېرکړي.

په فراه کې د مدنې فعالانو ویاند حمیدالله رحماني هم ټینګار کوي، چې ګاونډ هېوادونو په دې ولایت کې ناامنیو ته زمینه برابره کړې او د دولت وسلوالو مخالفینو ته وسلې او مهمات ورکوي.

په فراه کې سیمیز مسوولین په داسې حال کې د کاونډ هېوادونو په ځانکړي توګه ایران د لاسوهنو په اړه خبرې کوي؛ خو ایران تل دغه تورونه رد کړې دي.

هغه څه، چې د فراه امنیتي مسوولین وایي فراه ته د سلو سرتېرو له لیږلو وروسته پر امنیتي پوستو د وسلوالو طالبانو  بریدونه لږ شوي دي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …