عاجل خبرونه

ایران دې د افغانستان د اوبو په بدل کې تېل ورکړي

(Last Updated On: July 07, 2017 7:47 pm)

په هلمند کې لاریونکوونکیو د افغانستان د اوبو بندونو په اړه  د ایراني ولسمشر حسن روحاني خبرې د هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله او د اوبو بندونو له جوړولو یې ملاتړ وکړ.

په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو په تړاو د ایراني ولسمشر خبرې په هلمند کې له لاریون سره مخامخ شوې.

د هلمند مدني فعالان او خلک وایي، د افغانستان د اوبو بندونو په اړه د ایراني ولسمشر خبرې د هېواد په چارو کې ښکاره لاسوهنه ده او باید له دغو خبرو ډ‌ډه وکړي.

د دوي په وینا؛ د ایران حکومت باید د افغانستان د اوبو په بدل کې تېل ورکړي.

په هلمند کې د مدني ټولنو د  شبکې رییس سردار محمد همدردي په یوه پرېکړه لیک کې د اوبو بندونو له جوړولو ملاتړ وکړ او له حکومتي چارواکو یې وغوښتل، چې د اوبو په مهارولو خپل حق ثابت کړي.

د ایران ولسمشر تېره ورځ په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو په تړاو ویلي وه، چې هېواد به یې له دې اړخه د اوبو له کمي سره مخ شي او دوی به بې تفاوته پاتې نه شي.

About Ariana News

Check Also

په هغو ولایتونو کې به ټاکنې نه کیږي، چې دفترونه یې وتړل شي- کمیسیون

(Last Updated On: September 17, 2018 7:34 pm) له هغې وروسته، چې د افغانستان د …