عاجل خبرونه

ایران په افغانستان کې د طالبانو اعمال دښمنانه بولي

(Last Updated On: مارچ 25, 2017)

33

په امریکا کې د ایران د ګټو د ساتنې دفتر سرپرست په افغانستان کې د طالبانو اعمال دښمنانه بولي.

په امریکا کې د ایران د ګټو د ساتنې دفتر سرپرست مهدي عاطفت له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ ایران به هیڅکله له طالبانو څخه ملاتړ ته هیله من نشي.

د نوموړي په وینا؛ طالبان یو دښمنانه حرکت دی او ایران به هیڅکله له دې ډلې ملاتړ ونکړي.

کوي.

 

په امریکا کې د هند سفیر نویتج سرونا له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو نږدیوالی ارزښتناک ګڼي او وایي، هند په تېرو څو کلونو کې تل د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ و.

د هغه د وینا له مخې؛ د افغانستان او هند اړیکې تلپاتې دي هغه وایي، مونږ د افغانستان خلکو ته کار کوو او هند په افغانستان کې د څه باندې دوه میلیارد دالرو پر ارزښت پروژې لري.

هغه وایي، مونږ د افغانستان د خلکو د ټولنیز او سیاسي انسجام او د اقتصادي حالت په ښه والي کې کار کوو.

په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب له کابل څخه د ملاتړ لپاره د هېوادونو رول ګټور بولي او وایي؛ په امریکا کې د ادارې او پالیسۍ پر نوم یو بنسټ جوړ شوی، چې له ستونزو څخه د افغانستان د خلاصون لپاره کار کوي.

کارپوهان د افغانستان د بې  ثباتۍ اصلي عامل په پاکستان کې خوندي طالبان بولي او وایي؛ اوس د دې وخت را رسیدلی، چې د افغانستان متحد هېوادونه پر پاکستان لازم فشار راوړي، چې اسلام آباد د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور میاشتې وړاندې ایرانیو چارواکو ویلي وه، چې له طالبانو سره مو ادیکې استخباراتي بڼه لري.

تېره ورځ په فراه ولایت کې استخبارذاتي سرچینو په ډاګه کړې، چې ایران په خپله خاوره او سرحدي سیمو کې طالبانو ته روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. 

خبریاله نذیره کریمي

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد په ابوظبۍ کې څلور اړخیزه ناسته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د عربي متحده اماراتو رسنیو په ډاګه کړې، چې …