ایراني پانګوالو افغان پانګوالو ته د ګډې پانګونې ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: September 10, 2019)

ایراني پانګوال لیواله دې، چې په افغانستان کې له افغان پانګوالو سره ګډه پانګونه ترسره کړي.

یو شمېر ایراني پانګوال وايي، که د افغانستان او ایران حکومتونو لخوا ورته آسانتیاوې برابرې شي؛ حاضر دي، چې په افغانستان کې له افغان پانګوالو سره په ګډه په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

دوی زیاتوي، چې د خصوصي سکتور له خوا خورا ډېره لیوالتیا شته؛ خو تمه لري، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه هم دې برخې ته پاملرنه ډېره کړي.

ایرانی پانګوال امیر اسماعیل حسین پور وایي، چې په افغانستان کې د پانګوڼې لپاره خورا ډېر فرصتونه شته. مونږ غواړو، چې په افغانستان کې له افغانانو سره ګډه پانګونه تر سره کړو.

ایرانی پانګوال امیر تاجیکڅرګنده کړې، چې مونږ ته پخوا د افغانستان د بازار سم انځور نه و راکړ شوی. اوس ګورو، چې د لته ډېر فرصتونه شته، چې باید ګډه کار پرې وکړو.

په کابل کې د ایران سفیر هم ويلي؛ د افغانستان او ایران حکومتونو په ګډه هڅې پیل کړي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بلانس د برابرو لو چارې تنظیم کړي.

په کابل کې د ایران سفیر زیاته کړې، چې هېواد يې پرېکړه کړې، چې افغان  صادراتو ته ترجیهي تعرفي ورکړي.

په کابل کې د ایران سفیر رضا بهرامي وایي؛ مونږ د افغانستان د سوداګرۍ له وزارت سره خبرې پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ځانګړي ځایونه او ګډې پانګونې ته زمینه برابره کړو او د دواړو هېوادونو حکومتونه د اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په هڅه دي.

د اقتصادي  چارو کارپوهانو ويلي، چې افغانستان باید له ټولو ګاونډ هېوادونو سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولري او حکومتونه باید پر بېلابېلو سوداګریزو لارو تمرکز وکړي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ټاکنو کمیسیونونه د رڼو ټاکنو له تر سره کولو ډاډ ورکوي

(Last Updated On: September 22, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسيونونه د تلې شپږمې ټاکنو د ترسره …