عاجل خبرونه

ایران له هرمز تنګي څخه د تېلو لیږد بندولی شي

(Last Updated On: July 22, 2018 4:18 pm)

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای له فارس خلیج څخه د تېلو د لیږدولو د مخنیوي په اړه د ولسمشر حسن روحاني له خبرداري ملاتړ څرګند کړی دی.

نوموړي د ایران بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې د ولسمشر روحاني خبرداری د ایران د نظام، سیاست او تګلارې څرګندونه کوي.

حسن روحاني د جولای په لومړیو کې ویلي وه، چې که متحده ایالات د ایران د تېلو د وارداتو مخه ونیسي او پر تهران نور بندیزونه ولګوي؛ نو ایران به په خلیج کې د هرمز له تنګي څخه د تېلو لیږدول بند کړي.

له هرمز تنګي څخه هره ورځ ارام سمندر ته د نړی د تېلو شل په سلو کې برخه لیږدول کیږي.

د ایران مذهبي مشر خامنه ای له امریکا سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون په اړه، چې ولسمشر دونالد ترمپ ترې په تېره می میاشت کې د وتلو اعلان وکړ، خبرې کول خطا بللي او ویلي یې دي، چې امریکا د باور وړ نه ده.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …