عاجل خبرونه

ایران منلې، چې له طالبانو سره اړیکې لري

(Last Updated On: December 10, 2016)

vlcsnap-2016-12-10-12h29m25s119

له مسکو وروسته اوس تهران ومنله، چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي.

په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي له طالبانو سره د تهران د اړیکو موخه د اطلاعاتو تر لاسه کول بولي.

تر  اوسه پورې پاکستان د طالبانو ملاتړی بلل کیده؛ خو  اوس طالبانو د سیمې له ځواکمنو هېوادونو ایران او روسیې سره هم تار ځغلولی دی.

تهران وایي، چې له طالبانو سره یې د اړیکو په باب کابل خبر کړی دی.

په کابل کې د ایران سفیر وایي، د سیمې هېوادونه د ترهګرۍ له شدید ګواښ سره مخ دي او باید له ترهګرو سره په مقابله کې یو لاسي شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوريد روسیې او ایران دا اقدامات د اندېښنې وړ بولي.

طالبانو تر دې دمه د یادې اړیکې په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان له طالبانو سره د پاکستان تر څنګ د روسیې او ایران اړیکې افغانستان او سپینې ماڼۍ ته د خطر زنګ بولي؛ خو روسیه، چې په افغانستان کې له ترهګرو سره د امریکا مبارزه ناکامه بولي، په ډاګه کوي، چې د مسکو دولت د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره اړیکې پالي او زیاتوي، چې امریکا، بریتانیا او آلمان هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

خبریال: فواد ناصري

About Ariana News

Avatar

Check Also

په پکتیا کې د افغانستان د صنایعو خونې ولایتي څانګه پرانستل شوه

(Last Updated On: June 25, 2019)په پکتیا ولایت کې د افغانستان د صنایعو خونې اجرائیوي …