ایران د کډوالو ترانزیت هېواد دی

(Last Updated On: فبروري 18, 2016)

vlcsnap-2016-02-18-12h49m15s23د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو  وزیر وایي،افغان کډوال په پاکستان او ایران کې دشته ستونزو له  کبله اړکیږي، چې اروپایی هېوادونو ته ولاړشی.

د دغه  وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ایران دکډوالو ترانزیت هېواد دی. اړتیا ده، چې په دې برخه کې د افغانستان، ایران او اروپایی ټولنې ترمنځ گډ تفاهم او پرېکړه رامنځته  شي.

د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیر د خپل کار په دفتر کې د اروپایی ټولنې له سفیر فرانزمیشل میلیبند سره  په لیدنه کې ویلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په صورت کې به هغو ي اروپایی هېوادونو ته له تلو را وگرځي.

ښاغلي میلیبند په ډاگه کړې، چې د افغان پناه غوښتونکیو ستونزې باید په  گډه  مدیریت شي او اروپایي ټولنه په دې برخه کې همکارۍ  او گډ کار ته چمتوده.

هغه ویلي، چې د افغانستان فني تیم او اروپایی ټولنه به د مهاجرینو د ستونزو د حل له پاره کار وکړي.

د اروپایی ټولنې سفیرزیاته کړې، چې دا  ټولنه چمتو ده له هغو افغان پناه غوښتونکیو سره مرسته وکړي،چې په داوطلبانه توگه غواړي خپل هېواد ته بېرته راستانه شي.

څه موده مخکې د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزارت ویلي وه، چې په ۲۰۱۵کال کې د نړۍ  په ۴۴صنعتي هېوادونو کې شاوخوا ۲۵۰ زره  افغانانو د پناه غوښتنې عریضې کړي دي.

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …