ایران د تروریزم په وړاندې مبارزه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: December 5, 2016)

11

د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د تروریزم په وړاندې مبارزه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ رسنیز دفتر په ډاګه کړې، چې ولسمشر محمداشرف غني تېره ورځ د هند د پنجاب ایالت امرتسر ښار کې د آسیا زړهشپږم کنفرانس په څنډه کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر داکتر محمد جواد ظریف سره وکتل.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ د اقتصادي همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تروریزم او افراطیت د سیمې د هېوادونو لپاره ګډ خطر وباله او زیاته یې کړې یې ده، چې افغانستان  له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او ایران په دې برخه کې له افغانستان سره هر راز همکارۍ ته تیار دی.

ولسمشر غني د ایران سیاسي استازي ته په ډاګه کړې، چې د اقتصاد او سوداګرۍ د ودې په خاطر دې دچابهار د تاسیساتو جوړولو چارې  چټکې او عملي شي.

ولسمشر غني ویلي، د ایران او افغانستان پلاوي به د بېلابېلو سفرونو پر مهال د چابهار په ګډون د نورو شویو ژمنو د عملي کولو لپاره دوه اړخیز ګډ پلاوی وټاکي، چې د شویو ژمنو د عملي کولو پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.  

ښاغلي محمد جواد ظریف ډاډڅرګند کړی، چې راتلونکې میاشت به د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي او په بېلابېلو برخو کې د ایران او افغانستان د پلاوي د ژمنو د ترسره کولو د عملي لارو په اړه به له افغان پلاوي سره بحث او خبرې وکړي.

محمد اشرف غني د افغانستان او ایران تاریخي اړیکو او مناسباتو ته په نغوته کېویلي، چې د دغو دواړو هېوادونو همکاري او ښه مناسبات د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره ګټور دي. 

ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې اقتصادي او فرهنګي مرستې تر سره کړې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

که طالبان جګړه بندوي، مونږ یې منلو ته چمتو یو- اشرف غني

(Last Updated On: January 23, 2020)ولسمشر اشرف غني د داووس د نړیوالې اقتصادي ناستې په …