عاجل خبرونه

ایتالویان به ډېر ژر په پنجشېر کې خپل درېیم شل بستریز روغتون پرانیزي

(Last Updated On: نوومبر 24, 2016)

vlcsnap-2016-11-24-10h12m31s140

په افغانستان کې د ایتالویانو د ایمرجنسي روغتونونو مسوولین وایي، چې ډېر ژر به په پنجشېر کې خپل درېیم شل بستریز روغتون پرانیزي.

دوی تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ارګ په لیدنه کې ویلي، چې  تر دې مهاله په ټول افغانستان کې ۴۶روغتیايي کلینکونه او دوه روغتونونه؛ یو په کابل او بل په لښکرګاه کې لري، چې د کابل په روغتون کې د کال ۶۰۰۰ناروغانو درملنه کېږي او د لښکرګاه په روغتون کې هرکال د  ۵۰۰۰په شاوخوا ناروغانو درملنه کوي.

د هغو په وینا؛ د روغتونونو اکثریت ناروغان د جګړو قربانیان دي.

د ایمرجنسي روغتونونو مسوولینو په ډاګه کړې، چې له دوی سره زر تنه افغانان او ۵۰بهرنیان کار کوي.

ولسمشر د ایتالیا د ایمرجنسي روغتونونو د خدمتونو د پراختیا غوښتونکی شو او په دې برخه کې یې  د هر راز همکاریو چمتووالي ته خپل ډاډ څرګند کړ.

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …