اړتیا ده، چې د راتلونکیو څلور کلونو سیاست روښانه شي- خلیلزاد

(Last Updated On: اپریل 17, 2017)

 

zalmay-khalilzad-money-laundering

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماستر تېره شپه کابل ته راغلی، چې له افغان او ناتو چارواکو سره د پرمختګونو پر څرنګوالي خبرې وکړي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړې، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار به کابل ته په خپل وروستي سفر کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره د څلور کلن پروګرام پر اډانه خبرې وکړي.

ښاغلی خلیلزاد دغه راز وایي؛ اړتیا ده، چې له دې امریکایی چارواکي سره په لیدنو کې پر یوه ستر پوځي هدف هوکړه وشي او د راتلونکیو څلور کلونو سیاست روښانه شي.

زلمي خلیلزاد دغه راز ویلي؛ ښه شو، چې مک ماستر له خپلې ډلې سره کابل ته راغی؛ ځکه نوموړی له افغانستان څخه ښه پېژندنه لري.

د نوموړي په وینا؛ امریکا باید پر پاکستان فشار راوړي، چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي نوې کړي.

د زلمي خلیلزاد د څرګندونو لخه مخې؛ دا، چې پاکستان د افغانستان وسلوالو مخالفینو ته په خپله خاوره کې څای او اډې ورکړي او له دغو اډو افغان، امریکایي او د ناتو پر ځواکونو عملیات کوي؛ نو امریکا او ناتو ځواکونه هم حق لري، چې دا اډې د پاکستان په خاوره کې تر برید لاندې راولي، چې دا به نه یوازې د دغو هېوادونو په ګټه وي، بلکې د افغانستان سولې، پرمختګ او ثبات ته به لار هم لنډه کړي.  

مک ماستر، چې د فبروري په میاشت کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده پیل کړې؛ په افغانستان او عراق کې د کار ډاډمنه مخینه لري؛ هیله من دی، چې د افغانستان له امنیتي، دفاعي او سیاسي لوړپوړیو چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماستر افغانستان او سیمې ته په داسې حال کې سفر کوي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ماښام مهال امریکا د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت د اچین ولسوالې په اسد خېلو سیمه کې د ”اسلامي دولت” د خراسان څانګې  پر سمڅو او تونلونو خپل له ټولو زورور غیر اتومي بم (مور بم) وغورزاوه، چې په کې د ۹۴ داعشیانو د وژل کیدا ادعا شوې ده.

جنرال مک ماستر په افغانستان او عراق کې وخت تېر کړی او په ”فساد” ضد دولتي پروګرام کې یې همکاري کړې؛ خو د دونالد ترمپ په ولسمشرۍ کې یې افغانستان ته دا لومړنی سفر دی.

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …