اوژن: عواید له دوه میلیون ډالرو څخه څلویښت میلونو ډالرو ته لوړ شوي دي

(Last Updated On: October 26, 2014)

ozhan

د فواید عامې سر پرست وزیر نجیب الله اوژن چې مشرانو جرګې عمومي غوندی ته راغوښتی وه وویل چې د د حق العبور د راټولوولو له لارې د دوی عواید له دوه میلیون ډالرو څخه څلویښت میلونو ډالرو ته لوړ شوي دي .

اوژن وویل چې دوی به په لومړی سر کې سږکال د زر کیلومتر سړکونو حفظ مراقبت وکړی او تر دوه راتلونکو کلونو پوري به ټول سړکونه تر پوښښ لاندی ونیسی.

مشرانو جرګې د سړکونو دخراب والی او د لویو لارو د پروژو د کار ځند له امله د فواید عامی سر پرست وزیر عمومی غوندې ته ور وغوښت.

د فواید عامی وزیر وویل چې په تېر لسو کلونو کې د سړکونو په رغولو باندی څلورمیلیارد ډالر لګښت راغلی؛ خو د حفظ مراقبت په اړه یی هیچ مرسته کونکی دې ته حاضر نه شو چې مرسته او همکاری وکړي.

هغه وویل د حق العبور د عواید و د راتولو له لارې کولای شی چې د سړکونو حفظ مراقبت وکړي.

د اوژن په وینا به افغانسان کې لس زره کیلومتر سړک پوخ شوی او په څلور زره کیلومت رجغل اچول شوي دي.

About Ariana News

Check Also

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: April 20, 2019)د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د …