اووه ویشت کاله وړاندې شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل

(Last Updated On: فبروري 15, 2016)

rr

نن د سلواغې شپږویشتمه نېټه ده، شوروي ځواكونه په یو زرو درې سوه اته بڼځوسم كال كې افغانستان ته راننوتل؛ خو د افغانانو د مقاومت په وړاندې يې ماته وخوړه .

د دغو ځواكونو ورستى سرتېرى د یو زر و درې سوه اووه شپیتم لمريز كال په همدغې ورځې له افغانستان څخه ووت.

شوروي ځواکونه افغانستان ته ننوتل او هغه جگړه یې پیل کړه، چې لس کاله د دوی په حضور کې او یوویشت کاله د دوی له وتلو وروسته اوس هم دوام لري .

ویل کیږي، چې په ځینو سیمو کې د خلکو له خوا وړې غونډې جوړې شوي دي.

 پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل په پایله کې په لکونو افغانان ووژل شول او په لکونو نور یا معیوب او یا هم د خپل هېواد پریښودلو ته اړ شول.

د افغانستان د سیمه ییزو ارگانونو خپلواکې ادارې له ټولو والیانو غوښتي، چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ورځ په شاندارو غونډو او مراسمو ونمانځي.

د دغې ادارې له خوا په خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا کار به د جهاد د هغو کسانو روح ته درناوی وي، چې د هېواد د آزادۍ له پاره یې ځانونه قربان کړي دي.

About Ariana News

Check Also

پاکستان د ترمپ د څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښکاره کړی

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د …