عاجل خبرونه

اوریا خیل: ډير ژر به د کار ملي کمیټه جوړه شي

(Last Updated On: جون 15, 2015)

vlcsnap-2015-06-15-17h25m01s33

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سلو ورځو کاري پلان په وړاندې کولو کې خلکو ته کارموندنې ته لومړیتوب ورکړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپل کار د لومړيو سلو ورځو کاري ريپوټ وړاندې کړ او د دریو میاشتو پلانونه يي رسنیز کړل.

د کار اوټولنیزو چارو وزارت د شهدا و او معلومینو مسولیت هم پر غاره لري؛ خو اندیښنه يې کار دی او دوی غواړي چې د یوي جرګه ګۍ یا کمیټې له لارې ستونزې حل کړي.

د کار او ټولنیزوچارو وزیره نسرین اوریاخیل:

د کار ملي کمیې رهبري به ولسمشر او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سکرتریت پرغاړه به وي څو د کار زمینه برابره شي اوهیله لرم چې دا جرګګی ډير ژر به کار پيل وکړي. که دا جرګګۍ په کار پيل ونه کړي؛ یاد وزارت په یواځیتوب نشي کوی چې د کار زمینه برابره کړي.

اوس په هیواد کې ۳۶ سلنه خلک د فقر او بیکارۍ سره لاس او ګریوان دي اود کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي هڅه به وکړي چې د راتلونکو سلو ورځو په کاري ریپوټ کې د ګارګرو او کار دخاوندانو لپاره قانون جوړ کړي او په نورو قوانینو له سره کتنه وکړي.

کوم حقوق چې د کار په قانون کې چې د یوه کارګر د پاره باید وي، هیڅ ورته پاملرنه نده شوې. که کارګر کومه ستونځه لري، هیڅ پاملرنه يې حقوقو ته نه کیږي او باید دا قوانین د سره وکتل شي.

بل زیری د متقاعدینو د معاشونو ده چې تر دې وروسته به متقاعدین خپل ماشونه د بانکي سیستم دلارې تر لاسه کړی.

د کار د لومړي سلوورځو تر پلان وروسته په ۵۰ زره متقاعدین د بانکي سیستم دلارې خپل معاشونه ترلاسه کړ.”

فساد بله هغه ستونزه ده چې دغه وزارت یې د جرړو د راښکلو لپاره د ځانګړې بورد د جوړلو یادونه کوي.

 

 

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …