د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي؛ دا امکان نه لري، چې د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ترمپ د تهران اتمي تړون فسخه کړي.
ترمپ د ټاکنیزې مبارزې پر مهال ویلي وه، چې دا تړون بېرته راوګرځوي.
د ایران دولتي تلویزیون د روحاني په وینا خبر ورکړی، چې ده د کابینې غونډې ته په تهران کې ویلي؛ اتمي تړون له یوه هېواد یا یوه حکومت سره نه دی لاسلیک شوی دا د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک له لوري تصویب شوی او دا ممکنه نهده، چې د یوه حکومت له لوري بدل شي.
په دوه زره پېنځلسم میلادي کال کې نړیوالې ټولنې پر ایران لګیدلي بندیزونه د دې په وړاندې لیرې کړل ، چې ایران به خپل اتمي فعالیتونه راکموي.
ترمپ ویلي، چې دا تړون یو ناورین دی او دې ته لومړیتوب ورکوي، چې فسخه یې کړي.