امنیتي ګواښونو د لومړي پړاو د نوملیکنې ۷۳ مرکزونه وتړل

(Last Updated On: مې 28, 2018)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په وروستیو دوه اوونیو کې د امنیتي ګواښونو پر دلیل د رای ورکوونکیو د لومړي پړاو د نوملیکنې ۷۳ مرکزونه تړل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رای ورکوونکیو د نوملیکنې په لومړي پړاو کې د رایه ورکولو لپاره د نوملیکنې د یوزر و څلور سوه نولس مرکزونو دروازې پرانیستې؛ خو په وروستیو دوه اوونیو کې د رایه ورکولو لپاره د نوملیکنې ۷۳ مرکزونه تړل شوي، چې دلیل یې امنیتي ګواښونه دي او د دې احتمال شته، چې دوه یم او درېیم پړاو کې نور مرکزونه هم وتړل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي زیاتوي: د نه همغږۍ او امنیتي ګواښونو پر دلیل ټول ۷۳ مرکزونه تړل شوي دي.          

د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم په دې برخه کې ډېر اندېښمن دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: له ټاکنو پرته ټاکنې بل بدیل نه لري او مونږ باید خپل سیاسي حق وکاروو.             

د  ولایتونو په مرکزونو کې د رای ورکولو لپاره د نوملیکنې مرکزونو د فعالیت د پای ته رسیدو لپاره دوه اوونۍ پاتې دي؛ خو تر اوسه نیم میلیون وګړیو په دې بهیر کې نومونه لیکلي دي.

په حبیبیه لیسه کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې مرکز مسوول بلال احمد وایي: فکر کوم د نوملیکنې روان بهیر لږ څه پېچلی دی؛ خو د تېرو ټاکنو د بهیر په پرتله روڼتیا لري.             

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هیله من دی، چې په راتلونکیو ورځو کې د خلکو حضور له لسګونه زره سلګونه زرو ته لوړ شي.

په حبیبیه لیسه کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې مرکز مدیر سید عارف وایي: د خلکو ګډون د لومړیو ورځو په پرتله ډېر شوی دی.        

تر اوسه د رای ورکولو لپاره د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو نوملیکنه پیکه ده؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوملیکنې بهیر د غزولو لپاره سلا مشورې پیل کړي که څه هم په دې برخه کې کومه پرېکړه شوې نه ده.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …