عاجل خبرونه

امنیتي بنسټونو پر کانتیننتال هوتل د وروستي برید څېړنې پای ته ورسولې

(Last Updated On: جنوري 25, 2018)

د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست ۵ ورځې وروسته پر انتر کانتیننتال هوتل د وروستي برید څېړنې پای ته ورسولې؛ خو کورنیو چارو وزارت د څېړنو پایله رسنیزه نه کړه او وایي، چې ژر به وزیر د برید پر څرنګوالي خبرې وکړي.

تر اوسه د امنیتي بنسټونو د موندنو هیڅ یوه برخه رسنیزه شوې نه ده او رسنیو ته اوس هم اجازه نشته، چې د هوتل دننه ولاړ شي او انځورونه واخلي.

سرچینې وایي، د ملي امنیت اوپراتیفي مرستیال، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو استازیو پر هوتل د برید پیچلي اړخونه څېړلي، د هوټل څېړنه پای ته رسیدلې او د کورنیو چارو وزارت په وینا، وزیر به د برید په څرنګوالي ژر خبرې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، د حقیقت موندنې ډلې څېړنې بشپړې کړي، چې جزئیات به یې د وزیر لخوا په یوه خبري ناسته کې وږړاندې شي.          

د دغه برید برید ګرو له امنیتي ځواکونو سره شپاړس ساعته نښته کړې ده. دا، چې دوی څرنګه وتوانیدل هوتل ته له مهماتو او وسلو سره ننوځي؛ د څېړنو د دغو بنسټونو د څېړنې مهمه برخه ده.

لومړنۍ موندنې د ولسمشر پر میز ایښودل شوي دي؛ خو ولسمشر اوس هم په تمه دی، چې څېړنې بشپړې شي او په خبره یې هغو کسانو ته، چې په د ندو کې یې غفلت کړی، باید سزا ورسیږي.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، ټول امنیتي ډلې ته د ولسمشر هدایت دادی، چې د برید په اړه څېړنې بشپړې شي او پایله یې رسنیو ته وړاندې شي.    

پر هوتل له برید درې اوونۍ مخکې امنیتي چارې د پولیسو لخوا د کابل- بلخ ځانګړي امنیتي شرکت ته سپارل شوې وې؛ خو یاد امنیتي بنسټ په دې اړه له آریانا نیوز ته له څه ویلو ډډه کړې ده.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي؛  بریدکونکي که ځان داعش، طالب او که حقاني شبکه وبولي توپیر نلري او ټول له تاریخي بدنامۍ بل څه تر لاسه کولی نشي.       

ویل کیږي، چې په دې برید کې څوارلس بهرنیان وژل شوي؛ امریکا تائیدوي، چې په وژل شویو کې څلور د دوی‍ وګړي هم شته.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …