امنیتي ځواکونو د فراه ولایت شېبکو ولسوالي بېرته ونیوله

(Last Updated On: October 17, 2017 6:15 pm)

 

د چارواکو په وینا؛ امنیتي ځواکونو په داسې حال کې دا ولسوالي بېرته نیولې، چې د دې ولایت د ولایتي شورا  د غړیو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو ترې وسلې، مهمات او تجهیزات وړي دي.  

دا ولسولي تېره شپه طالبانو له څو ورځنیو نښتو وروسته نیولې وه.

د فراه ولایتي شورا منشي داد الله قانع وایي، طالبانو د دې ولسوالۍ له نیولو وروسته تجهیزات وړي او ودانۍ ته یې اور ورته کړی دی.  

هغه زیاتوي، طالبانو د ایران په ملاتړ دا ولسوالي نیولې وه او هڅه کوي، چې څو نورې ولسوالۍ هم تر خپلې څارنې لاندې راولي.

د فراه ولایت امنیه قومندانۍ امنیت آمر ګلبهار مجاهد وایي، امنیتي ځواکونه بریالي شول، چې د ورځې په بهیر کې د ولسوالۍ اداره تر خپلې څارنې لاندې راوستې ده.  

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکو له تېرو څو کلونو راپدیخوا  ایران تورنوي، چې له طالبانو سره مرسته او همکاري کوي؛ خو ایران هم په دې موده کې د فراه ولایت د چارواکو ادعاوې رد کړې دي.

دا په داسې حا کې ده، چې طالبانو د وردګو، پکتیا او غزني ولایتونو پر امنیتي ودانیو وسلوال ډله ییز بریدونه او چاودنې کړې دي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …