امنیتي ځواکونو په فاریاب کې د یو طالب ملا په ګډون اته کسان نیولي

(Last Updated On: February 10, 2019)

۲۰۹ شاهین قول اردو څرګنده کړې، چې په فاریاب ولایت کې طالب ملا عزت الله له خپلو اته کسانو سره نیول شوی دی.

دوی ویلي، چې امنیتي ځواکونو پر خپلو ځانګړیو عملیاتو د دغه ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوه ۹ کسیزه ډله د ملا عزت الله په مشرۍ له وسلو او تجهیزاتو سره  نیولې ده.

دغو کسانو په نمبر یک لویه لار کې د امنیتي ځواکونو، ملکي وګړیو او د دغې لارې په ناامنیو کې لوی لاس درلود.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ …