امنیتي بنسټونه دي د ناقانونه ګوندونو مخنیوی وکړي- عدلیې وزارت

(Last Updated On: November 11, 2018)

د عدلیې وزارت وايي؛ یو شمېر ګوندونه په ناقانونه توګه د هېواد په لویو مسایلو کې ځان ښکېل ګڼي، چې امنیتي بنسټونه یې باید د هڅو مخه ونیسي.

په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو او ډلو تر منځ سیاسي سیالي روانه ده او د راروانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره له یو بل سره یوځای کیږي.

د عدلیې وزارت مسوولین وايي، چې زیاتره ګوندونه ناقانونه هڅې کوي، چې باید د هڅو مخه یې ونیول شي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وایي: هغه بنسټونه، چې په عدلیې وزارت کې له ثبت او راجستر پاتې دي؛ امنیتي ځواکونو ته یې نوملړ نه لیږل کیږي. په دې معنا، چې په عدلیې وزارت کې ثبت ندي او امنیتي بنسټونه یې باید د مخنیوي هڅې وکړي.   

د عدلیې په وزارت کې یوازې دوه اویا ګوندونه په رسمي توګه ثبت دي، چې د فعالیت حق لري. په دې لړ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند هم د هغو په ډله کې دی، چې له عدلیې وزارت سره ثبت شوی ندی.

حقوقپوه وحیدالله فرزه یي وایي: هغه ګوندونه، چې ثبت شوي ندي او هڅې تر سره کوي؛ عدلیې وزارت یې د څارنې حق او مسوولیت لري.

د افغانستان د مدني ټولنو د مجتمع ريیس عزیز رفیعي وايي، چې پر ایدیولوژیک بنسټ را منځته شوي ګوندونه اوس مړاوي شوي او رهبرانو ته یې په کار ده، چې د نوي فکر او طرحې له مخې د سیاست ډګر ته را ووځي.

له معمول سره سم په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره سیاسي ګوندونو او یو شمېر ډلو سیاسي ډګر تود ساتلی؛ خو باور دا دی، چې دغه ګوندونه یوازې د امتیاز د تر لاسه کولو تر بریده خپل کوښښ کوي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هېواد کرکت بورد ۴۳ کارکوونکیو خپلې دندې له لاسه ورکړي

(Last Updated On: August 25, 2019)د هېواد کرکت بورد په یوه خبر پانه کې راغلي، …