عاجل خبرونه

امنیتي ځواکونه په سویل ختیځ زون کې له دفاعي حالته ووتل- چارواکي

(Last Updated On: جولای 3, 2018)

امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې افغان ځواکونه د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ د جګړې په لومړۍ کرښه کې تېره ورځ له دفاعي حالته ووتل او بریدونه یې پیل کړل، چې د دغو عملیاتو په دوه یمه ورځ څو کلي او د دغې ولسوالۍ پراخې برخې د طالبانو له ولکې ووتې او درنده مرګ و ژوبله هم وراوښتې ده.

د پامیر شلمې فرقې چارواکو ویلي، چې افغان ځواکونو دمګړۍ په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

په کندوز کې میشت د کوماندو ځواکونو د لسم کندک قومندان محمد علي څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونه له دفاعي حالته ووتل او اوس یې د دښمن پر ضد یرغلیز عملیات پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او عامو خلکو ته زیان نه دی رسیدلی. د دوی موخه هغه خلک دي، چې ورسره په جګړه کې ښکېل دي.

هغه سرتېري، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي ټینګار کوي، چې له ډاډمنې روحیې برخمن شوي او تر هغې به جنګیږي، چې ژوندي وي.  

د ښکېلو خواوو په نښتو کې د سیمې خلک زیانونو اندېښمن کړي او نیوکه کوي، چې پوځیان دې عام ولس ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

د کندوز اوسیدونکیو ویلي؛ تر هغې، چې له وسلوالو څخه په پاکو شویو سیمو کې نوې امنیتي پوستې جوړې نشي؛ روان عملیات به بې پایلې وي.  

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …