عاجل خبرونه

امنیتي ځواکونه اوس هم په کندوز ښار کې دفاعي حالت لري

(Last Updated On: اګست 22, 2016)

vlcsnap-2016-08-22-15h30m56s149

امنیتي ځواکونه نن په شپږمه ورځ هم د کندوز ښار د جګړو په لومړنیو لیکو کې دفاعي حالت لري.

یو شمېر امنیتي مسوولین وایي، هغه مهال، چې طالبان د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي؛ نو د پوستو د ساتلو لپاره دغه ځواکونه دفاعي غبرګون ښکاره کوي.

امنیتي پولیس وایي، همدا نن د دوشنبې په سهار وسلوالو طالبانو د دغه ښار د زرخرید او سه صد فامیلیو په سیمه کې د افغان ځواکونو پر څو پوستو بریدونه وکړل، چې په دې بریدونو کې طالبانو د لنډ وخت لپاره دغه پوستې ونیولې؛ خو د هوایي ځواک په ملاتړ امنیتي ځواکونه بریالي شول، چې یادې پوستې  ترې بېرته ونیسي او یا کله داسې هم وشي، چې له بلې لارې پر طالبانو بریدونه پیل کړي.

د کندوز ښاز د پولیسو د امنیت آمر محمد هاشم معصومي وایي، د زرخرید سیمه د ښار په دوه کیلومترۍ کې پرته ده.

نږدې یوه اوونۍ کیږي، چې د کندوز- تخار او شیرخان بندر لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي او امنیتي ځواکونه بریالي شوي نه دي، چې دغه لارې د ترافیکوپر مخ خلاصې کړي.

دمکړۍ د قلعه زال ولسوالي له طالبانو سره ده او د دې ولایت د پېنځه نورو ولسوالیو په ځینو برخو کې وسلوال طالبان شتون لري.

که څه هم افغان هوایي ځواک طالبان څه نا څه ۵۰۰ متره شاتګ ته اړ کړي؛ خو ځمکنی ځواک دفاعي حالت لري.

خبریال: نصرت ابراهیمي

About Ariana News

Check Also

مجیب الرحمن ځدران د بریالۍ څېرې په توګه راڅرګند شو

(Last Updated On: مارچ 18, 2019) د بدني روزنې کارپوهانو د سپورت ډګر ته ډېرې …