امنيت شورا د شمالي کوريا توغنديزه ازموینه په کلکه غندلې

(Last Updated On: فبروري 8, 2016)

vlcsnap-2016-02-08-11h20m20s51د ملگرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا له خوا د اوږده واټن توغندي ازمويل په کلکه غندلي دي.

د امریکا په نيويارک ښار کې له غونډې وروسته امنيت شورا ويلي، د دغې کړنې په ځواب کې به ډېر ژر نوي بندیزونه تصويب شي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا له خوا د اوږد واټن توغندي له ازمويلو وروسته بېړنۍ غونډه رابللې وه.

دغه غونډه د جنوبي کوريا، جاپان او امريکا په غوښتنه رابلل شوې، چې د توغندي ازمويلو په تړاو د غبرگون له پاره يوې ډله ييزې پرېکړې ته ورسېږي.

پیونگيانگويلي، دا توغندی يې په فضا کې د ستلايټ د ځای په ځای کولو له پاره توغولی دی.

گوتنيونکي وايي، شمالي کوريا غواړي بالستېک توغندی وازموي.

د يکشنبې ورځې توغونه د شمالي کوريا له څلورمې اتومي ازموينې څو اوونۍ وروسته شوې، چې دواړه کړنې يې د ملگرو ملتونو د قوانينو خلاف گڼل کېږي.

د امريکا دفاع وزارت او د جنوبي کوريا پوځ د شمالي کوريا له خوا د توغندي ازموينه تائيد کړې ده.

About Ariana News

Check Also

په بغلان ولایت کې درې کلي له وسلوالو طالبانو پاک شول

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو ویلي، چې د …