عاجل خبرونه

امریکا په افغانستان کې د مشروع سولې په لټه کې ده- ریکس تیلرسن

(Last Updated On: May 04, 2017 7:59 pm)

5886b174c461883f428b4587

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، دا هېواد په افغانستان کې د مشروع سولې په لټه کې دی.

په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو جګړې روانې دي؛ خو داسې نه ښکاري، چې پر  جګړو  دې سوله راغلي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن په افغانستان کې د مشروع سولې خبره کوي او د ترهګرۍ د پراختیا مخنیوی د واشنګتن  یو ماموریت بولي.

د ریکس تیلرسن په وینا؛ ډېر نور ستونزمن کارونه هم په مخ کې دي، چې د ائتلافي شریکانو همکاریو ته اړتیا لري. مونږ  څرنګه کولی شو، چې خپلې ګټې په افغانستان کې د سولې د مشروع بهیر له لارې تر لاسه کړو. دا هغه څه دي، چې مونږ یې په افغانستان کې په لټه کې یو او وروسته د ترهګرو شبکه محدوده کړو؛ ځکه، چې ترهګر غواړي په نړۍ کې خپل نفوذ پراخ کړي.

مونږ په عراق او سوریې کې د  داعش خلافت ته ماته ورکوو. مونږ باید له جګړې ور اخوا هم اقدام وکړو. مونږ باید مجازي فضا، ټولنیزو اړیکو او پیغام ورکولو کې هم دخیل شو، چې هغوی ته اجازه ورکوي، چې له نړۍ ګوټ ګوټ څخه افراد استخدام کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سولې د تامین لپاره پر هڅو د ټینګار تر څنګ د افغان ځواکونو پر تجهیز هم ټینګار کوي.

افغان دولت د سولې د تامین لپاره ډېرې هڅې کړي، چې ستره لاسته راوړنه یې د حزب اسلامي له رهبر ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک دی.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …