عاجل خبرونه

امریکا په افغانستان کې د غورزول شوي مور بم د زیانونو په اړه څه نه وایي

(Last Updated On: اپریل 21, 2017)

vlcsnap-2017-04-21-12h25m48s43

د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د غورزول شوي مور بم د زیانونو په اړه اوس څه نه وایي؛ خو هېواد یې د داعش ځپلو ته ژمن دی.

جیمز متیس، چې په اسرائیلو کې خبرې کولې وویل؛ داعش به وځپل شي؛ که د نړۍ په هره سیمه کې وي.

د امریکا هوایي ځواک تېره اوونۍ د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر سنګرونو د نړۍ تر ټولو لوی بم، چې دوی یې مور بم نوموي؛ وغورزاوه او د ملي وحدت حکومت  چارواکو وویل، چې په دې برید کې د داعش له ۹۰ د ډېر جنګیالي  ووژل شول او دا یې هم په ډاګه کړې، چې ډېر یې پاکستانیان ول.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …