عاجل خبرونه

امریکا او ناتو له طالبانو سره د سولې سیاسي هوکړه ارزوي

(Last Updated On: June 11, 2019)

د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ ویلي، چې واشنګتن او ناتو سولې ته د رسیدو او د تاوتریخوالي د کچې راټیتیدو لپاره د پوځي عملیاتو پر ملاتړ هم راڅرخي او له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل سولې ته له رسیدو سره تړلې بولي.

د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان د ملي دفاع وزارت له چارسمبالي او د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیال سره یو ځای هرات ته رسیدلي، چې د دې ولایت او نورو لویدیځو ولایتونو امنیتي حالات وارزوي.

دوی هڅه کوي، چې تاوتریخوالی لږ شي او له طالبانو سره سیاسي روغه جوړه شونې شي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قومندان سکات میلر وایي، چې:  بنسټیزه موضوع باید سوله، د تاوتریخوالي کموالی او د افغانستان له خلکو ملاتړ وي. په همدې خاطر مې له دفاع وزیر، امنیت او پولیسو سره دغلته یو ځای سفر کړی، چې په عملیاتو کې مشارکت مو د تاوتریخوالي راټیټ او یوه سیاسي روغه جوړه شونې او وارزول شي.

زلمي خلیلزاد هم په کابل کې د ټولنې له بېلابېلو استازیو سره د سولې په اړه بحث او خبرې کړې او د همدې لیدنو کتنو وړاندیزونه او غوښتنې به قطر ته له ځان سره وړي، چې د طالبانو او د نوموړي ترمنځ د اووم پړاو خبرې ترسره شي. په دې پړاو خبرو کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو او خوندي افغانستان مساله وڅېړل شي.

د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند کول بتلر  ویلي، چې: د افغانستان ټول خلک هرومرو له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي؛ خو دا پدې معنا ده، چې مونږ سولې ته لاسرسی ومومو. مونږ افغان امنیتي ځواکونو ته ژمن یو، چې په یو ډول سیاسي روغې ته ورسیږو او دا راز مونږ افغانانو ته ژمن یو، چې سولې ته ورسیږي.

سولې ته د رسیدو د هڅو تر څنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړو ډګرونه هم تاوده دي او یو شمېر  سیمې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ هم لاس په لاس کیږي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند که څه هم وایي، چې د تاوتریخوالي د کچې راټیتیدو ته هیله لري؛ خو په وینا یې په پوځي عملیاتو کې د دولتي ځواکونو ملاتړهم کوي.

ښاغلی کول بتلر وایي: مونږ پوهیږو، چې طالبان له سولې ډډه کوي. مونږ پوهیږو، چې طالبان د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه، چې سوله ده، ردوي؛ ځکه، نو مونږ له امنیتي مشرانو ښاغلي خالد او سادات سره له کابله دلته راغلي یو، چې د هرات له امنیتي مسوولینو سره وګورو. مونږ هڅه کوو، چې د افغانستان د لویدیځ لپاره څرنګه کولی شو غوره کار وکړو او ورسره له سولې ډاډمن شو.

مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وه؛ کابل او واشنګتن هیله من دي، چې په نږدې راتلوونکې کې له طالبانو سره خپلمنځي خبرې د افغان حکومت په حضور کې تر سره شي؛ هغه خبرې، چې موخه یې د تاوتریخوالي کموالی دی.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

په غزني کې د طالبانو د رسنیو چلوونکی نیول شوی

(Last Updated On: June 18, 2019)د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې امنیتي …