عاجل خبرونه

امریکا په افغانستان کې خپل دیپلوماتان راکموي-فارین پالیسي

(Last Updated On: April 6, 2019)

امریکایي چارواکو ویلي، امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو او دیپلوماتانو ویستو ته چمتووالی  نیسي، چې موخه یې د افغانستان په جګړه کې د لګښتونو لږوالی ګڼل شوی دی.

واشنګتن له یوې خوا له طالبانو سره د سولې خبرې کوي او بل خوا له افغانستان څخه د ځواکونو او دیپلوماتانو پر ویستو کار کوي.

د فارین پالیسۍ خبري مجلې د درې امریکایي چارواکو خبرې رااخیستې او څرګندوي؛ د ترمپ دولت د خپلو ځواکونو او دیپلوماتانو د کمولو په هڅه کې دي، چې موخه یې د امریکا له ټولو اوږدې جګړې څخه د واشنګتن ویستل دي.

د امریکایي چارواکو په وینا؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چمتوالی نیسي، چې خپل نیمایي ځواکونه هم تر ۲۰۲۰ کال پورې له افغانستان څخه وباسي.

د افغانستان د خلکو محور غړی جعفر مهدوي وایي؛ امریکا غواړي په افغانستان کې پوځي لګښتونه راټیټ کړي. له همدې کبله غواړي له طالبانو سره هوکړه وکړي او له هوکړې وروسته د جګړې د پای ته رسولو په نوم له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.          

فارین پالیسي څرګنده کړې؛ دا طرحه په عراق، منځنۍ آسیا او ختیځې آسیا کې هم د امریکا د دیپلوماتانو کمی را نغاړي، چې دلیل یې تر ډېره له چین او روسیې سره سیالي یادیږي.

که څه هم په افغانستان کې د امریکایي دیپلوماتانو شمېر معلوم ندی؛ خو لګښت یې د نورو هېوادونو د سفارتونو په تناسب لوړ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکیو د شمېر ټاکنه په راتلوونکې کې د ترمپ د ځانګړیو موخو منعکس کوونکې ده.

د ولسي جرګې پخوانی غړی داوود کلکاني وایي، چې که امریکا د خپلو ځواکونو او دیپلوماتانو د ویستو په اړه بېړنۍ پرېکړه وکړي؛ دا به تر ډېره د افغانستان په ګټه نه وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا راز پرېکړې باید له افغانستان سره په ګډه ونیول شي.              

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو د سولې عالي شورا وایي، تر اوسه واشنګتن له کابل سره په دې تړاو خبرې ندي کړي.

د سولې عالي شورا ویاند امین الدین مظفري وایي، چې  که په دې اړه کومه پرېکړه کیږي اړینه ده، چې د افغانستان حکومت په کې راونغاړي.         

د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ اوږده هغه ده او باور کیږي، چې امریکا له یوې خوا له طالبانو سره له هوکړې وروسته غواړي، چې د جګړې لګښت راټیټ کړي او بلخوا د افغانستان پر ځای خپل تمرکز پر نورو هېوادونو ډېر کړي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بیات پاور د حرارتي برښنا لومړی پړاو د بشپړیدو په حال کې دی

(Last Updated On: June 16, 2019)له طبیعي ګاز څخه د حرارتي برښنا د پروژې لومړۍ …