عاجل خبرونه

امریکا دې په افغانستان کې د سولې لپاره هرغوراوی ومني- ولسي جرګه

(Last Updated On: December 8, 2018)

د ولسي جرګې غړي وایي، چې خلک د زلمي خلیلزاد د سولې له هڅو ملاتړ کوي او باید دا هڅې یوې پایلې ته ورسيږي.

له هغې وروسته، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې پراخې شوې؛ دا هیلې هم ورسره را وټوکیدې، چې د سولې بهیر به یوې پایلې ته ورسیږي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  سیمه ییز سفرونه ډېر کړل او دمګړۍ هم په سیمه کې دی.

د ولسي جرګې غړي د امریکا د سولې له هڅو هرکلی کوي؛ خو ټینګار کوي، چې د سولې بهیر باید یوې پایلې ته ورسیږي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وایي: نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه امریکا باید هغه هېوادونه، چې د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې پالي؛ اړ کړي، چې له مداخلو لاس واخلي او خپلې ګټې د افغانستان په سوله کې ولټوي.          

په ولسي جرګه کې د کابل استازی ذکریا ذکریا وایي:  د سولې لپاره باید د ستراتیژۍ ژوروالي ته پاملرنه وشي؛ ځکه سوله بېلابېل اړخونه لري او د پاکستان تر اغېز لاندې داعش، القاعده او طالب سوله جوړولی نشي.  

د ولسي جرګې غړې آرین یون وایي:  ګوندونه غواړي، چې د سولې پروګرام ولري. دوی باید په یو غږ د سولې له بهیر ملاتړ وکړي؛ ځکه، چې بېلابېلې غوښتنې د سولې لپاره غوره پایله نلري.     

د ولسي جرګې دوه یم مرستیال ټینګار کوي، چې امریکا دې د سولې د خوندي کولو لپاره هر غوراوی وکاروي.

د ولسي جرګې دوه یم مرستیال امیر خان یار څرګنده کړې؛ سوله د ټولو غوښتنه ده او له هرې لارې، چې کیدی شي نړیواله ټولنه او امریکا دې ورته چټکې هڅې وکړي او د افغانستان سولې ته دې لومړیتوب ورپه برخه کړي؛ ځکه، چې خلک سولې ته ډېر اړ دي.           

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې څو له څو لسیزو جګړو وروسته خلک نور تر پوزې رارسیدلي او که له  دې شېبې ګټه وانخیستل شي؛ په افغانستان کې به د امریکا ماموریت ناکام شي.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Avatar

Check Also

خلیلزاد د سولې خبرو منځپانګه پټه ساتلې – رولا غني

(Last Updated On: November 16, 2019)د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني د افغان سولې …