امریکا د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي

(Last Updated On: مارچ 31, 2018)

د امریکا د پوځونو لوی درستیز ۲۰۱۸ کال د افغانستان په جګړه کې مهم کال بولي او وایي، چې امریکايي پوځیان په دې کال کې خپل لومړیتوبونه پیاوړي کوي.

واشنګتن پست په ډاګه کړې؛ امریکایي پوځ هیله من دی، چې په افغانستان کې د ۱۵ زره تازه دمو ځواکونو په ډېرولو د دې هېواد تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف دانفورد وایي، دوه زره اتلسم کال به د افغانستان د جګړې د اووه لس کلونو په تناسب متفاوت او بېل کال وي.

دغه راز د افغانستان په سویل کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال روګر تورنر وایي: کومې وسلې، چې همدا اوس وسلوال طالبان کاروي؛ د سیمه ییزو لوبغاړیو لخوا ورته ورکول کیږي. د نوموړي په باور؛ طالبان د نیمروز او هلمند ولایتونو د طالبانو لخوا پر وسلو او مهماتو تجهیزیږي.

د ولسي جرګې ځینې غړې وایي؛ سوله په دې شرط شونې ده، چې پر پاکستان د پام وړ فشارونه راشي. د دوی په خبره پر طالبانو فشارونه کولی شي افغانستان سولې او ثبات ته ورسوي.

د ولسي جرګې غړی ناهید فرید وایي: د افغانستان د امنیت لپاره باید نړیوال ځواکونه او تجهیزات ډېر شي؛ پرته له دې مونږ په افغانستان کې امنیت خوندي کولی نشو.          

د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د ترمپ تګلارې له اعلام وروسته افغانستان ته د نورو زرګونه بهرنیو سرتېرو د را استولو پرېکړه وشوه، دغه راز په دې تګلاره کې د هند رول د افغانستان په قضیه کې مهم وبلل شو او پر پاکستان فشار راغی، چې د ترهګرو ډلو ملاتړکوي.

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …