عاجل خبرونه

امریکا ته له ورغلو افغان محصلانو زیاتره تښتي-سیګر

(Last Updated On: October 21, 2017 6:59 pm)

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار اداره وایي، امریکا ته له ورغلو افغان  محصلانو زیاتره یې تښتي.

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې اداره(سیګر) وایي؛ د نورو هېوادونو د محصلانو په پرتله د افغان محصلانو د تېښتې موارد زیات دي، چې امریکا ته د زدکړو لپاره ورغلي دي.

په رپوټ کې ویل شوي؛ له ۳۲۰ بهرنیو محصلانو، چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ کلونو پورې تښتیدلي،  اووه څلویښت سلنه یې افغانان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری دغه رپوت تائیدوي او وایي، دې برخه کې به سخت قوانین پلې

ځینې پوځي کارپوهان دا یو پوځي جرم او بده پدیده ګڼي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، دغه کار د نورو سرتېرو روحیه کمزورې کوي او دا یو پوځي جرم دی.     

د هغه په وینا؛ حکومت باید د قانون له مخې عمل وکړي او تضمین کوونکیو ته سزا وټاکي.

ملي دفاع وزارت وایي، له تضمین کوونکیو به د لګښتونو پیسې واخلي او ور سره به جدي چلند وشي.

دغه څرګندونې په داسې مهال بیانیږي، چې سیګر په خپل تازه رپوټ کې ویلي؛ د زدکړو په دوره کې د افغان محصلانو تېښته د دې سبب شوې، چې د امریکا حکومت درسي ټولګي کم کړي.

خبریاله افسون محمدي

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …